سرخکان د سرخکو د ویروس په واسطه رامنځته کیږی او ډیر ساری دی. سرخکان یوه ساده ناروغی نه دی، ځکه د سختو ستونزو رامنځته کیدل شونی دی. په ځانگړی ډول ماشومان د خپل عمر په وړومبی او دوهم کال کی د خطر سره مخامخ دی. د ناروغی کابو نیمایی برخه په مشرانو کی رامنځته کیږی. د واکسین په ذریعه په نظری ډول شونی دی، چه سرخکان د نړی په سطح له منځه لاړ شی. د سرایت د انتقال د پوره محدودوالی لپاره د ناروغی د له منځه وړو لو د پاره په وړومبی قدم کی مجبور په المان کی کابو ټول وګړی د سرخکان مقابل کی خوندی واوسی.
د سرخکان ویروس د پزی او ستونی د افرازاتو سره د تماس په صورت کی منتقل کیږی. ډیری موده سرایت د وړو قطرو په صورت کی صورت نیسی، چه د ټوخی، پرنجیدل او خبری په موده کی د هوا له لاری پراختیا مومی او نور کسان هغه تنفس کوی. سرایت پرته د مستقیمی اړیکی هم شونی دی، د بیلگی په ډول هغو خونو کی چه په سرخک ناروغی اخته کسان حضور درلود.
د سرخکان ناروغی په ناواضحو اعراضو پیلیږی، لکه تبه، ټوخی او زکام، د سترگو د سپینی برخی عفونت، او سپین پاشیدلی منګ په شان داغونه د خولی په مخاطی غشا کی محدود ورځی وروسته د انسان په پوټکی کی ځانګړی داغونه چه گلابی او غنم رنګه وی، رامنځته کیږی. د پوټکی سوروالی په وړومبی ځل په مخ او د غوږو شاته رامنځته کیږی چه وروسته ټول بدن ته سرایت کوی او د 4 څخه تر 7 ورځو پوری ځنډ کوی. د ناروغی د جوړیدو په درشل کی شونی دی چه د پوټکی د وچیدو لامل وګرځی.
د سرخکانو د نارو ن غ تر ټولو ډیره ستونزه عبارت دی د منځ ن ب غوږ د عفونت څخه، اسهال، د ږ سرو عفونت. د سرخکانو یوه س ر یه ستونزه د ماغزو د عفونت څخه عبارت دی. دغه نارو ن غ کابو 1000 کسانو څخه یو کس باندی را ی ځ، البته 4 یا 7 ور ی ځ د پوټکی د سوروالی څخه وروسته منځته را ی ځ.
10 یا 20 فیصده دد ن غ نارو ن غ له و یځ خپل ژوند دلاسه ورکوی. د 20 څخه تر 30 فیصدو ناروغانو کی نور زیانونه لکه ذه ن ب اخلال، فلج رامنځته ک ږ یی. په ډیر لږ ډول شو ن ن دی چه د سرخکانو د نارو ن غ څخه کلونه وروسته یوه آهسته مزله نارو ن غ چه د ماغزو دعفونت یوه مضمنه برخه ده SSPE رامنځته ر ش خپله د SSPE نارو ن غ د ماغزو او د اعصابو د سیستم یوه پرمخ تللی نارو ن غ ده، چه په پای کی دناروغ د مرګ لامل گر ی ځ. د SSPE د نارو ن غ س ر ی خطر د نورو انسانانو په پرتله هغو ماشومانو ته راجع ک ږ یی، کوم چه د خپل عمر په وړومیب پنځه کلونو کی په سرخکانو اخته شوی وی.
د سرخکانو د نارو ن غ څخه وروسته د بدن دفاغ سیستم تر یوکال یا د هغه څخه زیاده موده ضعیف وی، چه په دی موده کی د نورو ساری ناروغیو د سرایت خطر زیاد وی.
وړومبی اعراض د 7 څخه تر 17 ورځو وروسته د سرایت څخه منځته راځی. د بدن ځانگړی سوروالی په منځنی کچه د 14 څخه تر 17 ورځو وروسته منځته راځی.
ناروغه کسان د بدن د سرو داغونو د لیدلو څخه 4 ورځی دمخه او 4 ورځی دهغی مودی وروسته ساری اوسیږی. د سرایت تر ټولو لوړه کچه هغه موده وی چه لږه مودهوروسته د بدن سره داغونه ظاهر شی. هغه کسان چه سرخکان ناروغی یی تیر کړی وی، د ژوند تر پایه پوری د مجددی ناروغی څخه خوندی اوسیږی.
په سرخکان ناروغی باندی هر څوک اخته کیدای شی، چه پوره واکسین شوی نه وی او یا یی دغه ناروغی تیر کړی نه وی. کوچنی ماشومان او یا هغه کسان، چه (تر اوسه) د واکسین اجازه ونلری، باید د دوی ماحول کی استوگن کسان واکسین شوی وی او خلک باید ددغی ناروغی څخه خوندی وی. دغه ناروغی د نورو کسانو په پرتله د هغو ماشومانو چه عمر یی تر پنځو کلونو ټیټ وی او یا بالغ کسان چه عمر یی تر 20 کلونو ډیر وی، د ډیرو ستونزو لامل گرځی. ددی پرته هغو کسانو کی ډیری ستونزی لیدل کیږی چه د بدن مقاومت یی د زیږیدنی وروسته ټیټ وی او یا د ژوند په بهیر کی یی دبدن مقاومت ضعیف شوی وی. میندواره یا حامله ښځی د هغو ښځو په پرتله چه میندواره نه دی، د دغی ناروغی د سختو ستونزو سره مخ وی، که چیری سرخکان باندی اخته شی.
د واکسین دایمی کمیسیون (STIKO) لار ښونه کوی چه د سرخکانو په مقابل کی باید واکسین صورت ونیسی. په دی برخه کی د MMR- واکسین شتون لری چه د کله چرک او روبیلا په مقابل کی هم ساتنه کوی، او هم MMRV- واکسین شتون لری چه برسیره مواد د آب چیچک یعنی (Varizellen) مقابل کی هم خپل ترکیب کی لری.
هغه کسان چه د سرخک یو ناروغ سره اړیکی ولری، او مصؤن نه وی، نو باید د 3 ورځو په موده کی Riegelungsimpfung نومی واکسین تر لاسه کړی. له دی وجی کیدای شی چه احتمالآ د ناروغی د پیلیدو مخنیوی وشی او یا د ناروغی بهیر آسانه شی. هغه کسان چه د سرخکانو ناروغ سره اړیکه ولری او د MMR - واکسین اجازه نه لری (د بیلګی په ډول د 6 میاشتو څخه کم عمره ماشومان او یا حامله ښځی)، کیدای شی چه د انتی بادی (Immunglobulinen) ورکړل شی.
د سرخکانو د خوندیتوب د قانون له مخی مور او پلار مجبور دی چه ثابت کړی چه چه د هغوی کمکی ماشوم د یوکلنی څخه وروسته مخکی ددی چه ګډ ودانی لکه ښونځی، یا وړکتون ته لاړ شی، د سرخکانو مقابل کی په پوره ډول واکسین شوی دی او یا باید د ډاکتر داسی تصدیق وړاندی کړی چه ماشوم د سرخکانو په مقابل کی مصؤن دی. د سرخکانو مقابل کی هغه کسان پوره واکسینی خوندیتوب لری، چه د یوکلنی پوره کیدو سره لږترلږه یو واکسین او د دوه کلنی د پوره کیدو سره لږ تر لږه دوه ځلی د سرخکانو مقابل کی واکسین شوی وی. د وینی د آزمایښت (د Titer د قیمت مشخص کولو) له مخی کیدای شی چه مصؤنیت تثبیت شی. دغه مقررات هغو کسانو ته هم د اعتبار وړ دی، کوم چه د څلورو اونیو راهیسی د ماشومانو مرستون خونو کی تر پالنی لاندی دی او یا د مهاجرو کمپ کی ژوند کوی. هغه کسان چه د 1970 څخه وروسته زیږیدلی دی او ګډ ودانیو کی، ګډ کمپونو کی او روغتیایی برخو کی دندی تر سره کوی، مجبور دی چه دوهم پلا واکسین شوی وی او یا د سرخکانو مقابل کی خپل مصؤنیت ثابت کړی.
سیمه ایز روغتیایی اداره د نورو سلا او مشورو په برخه کی ستاسو چوپړ کی دی. داچه د سرخک ناروغی مجبور په روغتیایی اداره کی ثبت شی، نو هغوی تازه معلومات ستری تجربی د دغی ناروغی سره د چلند په برخه کی لری.
برسیره (مسلکی-) معلوماتونه انترنتی پاڼو کی د Robert Koch-Institut کی هم شتون لری (www.rki.de/masern).
برسیره معلوماتونه د ساری ناروغیو د خوندیتوب په تړاو د Bundeszentrale für gesundheitliche Aufklärung انترنتی پاڼه کی (www.impfen-info.de) مومی.
د سرخکانو د خوندیتوب د قانون په اړه معلومات په (www.masernschutz.de) انترنټی پاڼه کی موندلی شی.